تازه خبرونه

د نړۍ جي ۷ هېوادونو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولوغوښتنه وکړه

Published

on

د نړۍ د اووه ځواکمنو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د هدفي وژنو او بریدونو د درولو غوښتنه کړې.

په بریټانیا کې د جې اووه ډلې د افغان سولې بهیر، سیاسي هوکړې او د استانبول ناستې د جوړېدو لپاره د هڅو له ملاتړ څرګند کړی دی

د جي اووه ډلې غړیو د دوحې خبرو د دوام ملاتړ کړی او د استانبول ناستې د ژر جوړېدو غوښتنه یې کړې ده.

د جي ـ۷ هېوادونو په اعلامیه کې راغلي: یو تلپاتی سیاسي جورجاړی، سولې ته د رسېدو یوازنۍ لار ده او د ټولو افغانانو په ګټه ده. مونږ په دوحه او استانبول کې د سولې د لوړې کچې د خبرو له دوام ملاتړ کوو. مهمه ده، چې د سیمې هېوادونه د سولې له هڅو ملاتړ روان وساتي.

د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي مرستیال  جاوېد لودین ویلي: د سیمې هېوادونه په څرګند ډول ګډې ګټې لري؛ خو اوس یې هم د سولې بهیر په تړاو اجماع ماتېدونکې ده او امریکا باید د سیمه ییزې اجماع  لپاره له خپل نفوذه کار واخلي.

د جې اووه ډلې په اعلامیه کې ویل شوي، چې د جګړې ښکېل لوري دې له وژنو او تاوتریخوالي لاس واخلي او د خبریالانو، ښځو او د بشري حقونو د فعالانو وژنه باید ودریږي؛ ځکه، چې سولې ته د رسېدو لپاره یو هر اړخیز اوربند ته زمینه برابره شي.

کارپوهان هم د هېواد د سیاسي حالت په تړاو په اوس وخت کې د نړیوالې ټولنې رول مهم بولي.

د ملګرو ملتونو پخوانی سلاکار  بارنت روبین وایي:  اوس امریکا پر دې کار کوي، چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي؛ خو له دې هېواده به ډیپلوماتیک ملاتړ هم  روان وي. اوس د افغانستان ټولنې ډېر بدلون کړی او له نړیوالې ټولنې سره نښلول شوې او دا به د سیاسي حالت په بدلون کې ډېر مهم رول ولوبوي.

د امریکا د دفاع پخواني وزیر رابرت ګیټس ویلي، چې د افغانستان جګړه به د بهرنیو ځواکونو له وتو سره د رضایت وړ پای ونلري.

نوموړی زیاتوي: د  دفاع وزیر آسټین او د لوی درسیتز له وړاندیز سره موافق یم، چې دوه سوه پنځوس کسیزه وړه ډله په افغانستان کې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره پاتې شي؛ خو حقیقت دا دی، چې طالبان به بیا هم وکړای شي د هرې ورځې په تېرېدو ډېرې ساحې ونیسي.

د بهرنیو ځواکونو د وتو بهیر له یوې اوونۍ را پدیخوا پیل شوی او تر اوسه د بهرنیو ځواکونو څو اډې افغان ځواکونو ته سپارل شوي دي؛ خو بلخوا ویل کیږي، چې په څه باندې ۲۱ ولایتونو کې جګړې؛ ځکه سختې شوي، چې طالبانو امریکایان د دوحې له تړونه پر سرغړونه تورن کړي دي.

Trending

Exit mobile version