سیمه ییز خبرونه

د نړۍ درې میلیون مسلمانان نن سهار د عرفات غونډۍ ته ورسیدل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سږني حج د مراسمو د تر سره کولو لپاره حاجي صاحبان نن سهار (د تلې ۱۱) عرفات ته رسیدلي دي

څه نا څه درې میلیون حاجیان پرون سهار مینا ته رسیدلي ول، چې نیمایي حاجیان بهرنیان دي.

سږکال څه نا څه څلیریشت زره افغانان له افغانستان څخه حج ته تلي دي.

ټولو حاجیانو شپه په مینا کې تېره کړې او نن سهار د عرفاتو غونډۍ ته ورسیدل.

مینا مسلمانانو ته دیني او تاریخي ارزښت لري.

Trending

Exit mobile version