پرمختګ او بشپړتیا
د نړۍ د ټولنیزو پرمختګونو نوملړ په امریکا کې خپور شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د نړۍ هېوادونو د ټولنیزو پرمختګونو نوملړ په امریکا کې خپور شو. په دې نوملړ کې ټولنیز مسایل د ساري په توګه؛ پاکو اوبوته لاسرسی، امنیت، سیاسي مسایل، روغتیا، ښوونه او روزنه او تفریحې ځایونه د نړۍ په یو سل و یو شپیته هېوادونو کې څېړل شوي دي.
په دي نوملړ کې افغانستان د نهه اتیاوم امتیاز په ترلاسه کولو د نړۍ په هېوادونو کې یو سل و شپیتم ځای خپل کړی دی.
په دې ډله کې مرکزې افریقا د دېرش اعشاریه درې امتیازونو په ترلاسه کولو وروستی ځای خپل کړی دی.
په دې سروۍ کې فنلند د نوي اعشاریه نهو امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی ځای خپل کړی او وروسته له هغه کانادا او دنمارک په دوه یمه او درېیمه درجه کې راغلي دي.