تازه خبرونه

د نړۍ مشرانو د سولې په بهیر کې د افغان میرمنو له هڅو ملاتړ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۲, ۱۳۹۹)

د نړۍ له ۱۰۰ ډېرو مشرانو د یوه پرانستي لیک پر لاسلیک د دوحې د سولې په ننني پیل شوي بهیر کې د افغان میرمنو د معنا لرونکي شتون غوښتنه راپورته کړه.

دوی ویلي، چې د سولې په خبرو کې د میرمنو بنسټیز ګډون به د دې لامل شي، چې هوکړې او تړونونه رامنځته او تائید شي.

دغه لیک د جورج تاون د ښځو، سولې او امنیت انستیتیوت خپور کړی؛ د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې مادلین البرایت په ګډون د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید ال نهیان او د امریکا پخوانۍ لومړۍ میرمن لورا بوش، د کډوالۍ د کمیشنرۍ ځانګړې استازې انجلینا جولي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ وزیرې هیلري رادهام کلنتون، د ملګرو ملتونو پخوانۍ سرمنشي بانکي مون او د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیر جان کیري د نړۍ هغه مشران دي، چې پر دغه لیک یې لاسلیک کړی دی.

د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ۱۰۴ مشرانو پر دغه سند لاسلیک وکړ او له ټولو ملي، سیمه ییزو او نړیوالو هڅاندو یې غوښتي، چې د سولې په بهیر کې د میرمنو د بشپړ ګډون په ډاډ د یوه ثبات لرونکي افغانستان په لټه کې شي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ له ۴۰ کلن جنګ وروسته دا دی د سولې لپاره یو فرصت رامنځته شو، چې نړیواله ټولنه ترې د ډاډمنیدو مسؤلیت لري.

په دې لیک کې راغلي: د نړۍ د مشرانو او د بهرني سیاست د کارپوهانو په توګه مونږ تلپاتې سولې ته د رسیدو لپاره د ښځو د روښانه هڅو شاهدان یو.

په لیک کې راغلي: په دې وروستیو کې له کولمبیا څخه تر فیلیپین پورې مونږ د سولې په بهیر کې د ښځو د ځواکمن نفوذ لیدونکي پاتې یو.

د دوی په وینا، په افغانستان کې پرمختګ هغه مهال پیل شو، چې میرمنې په ټولنه کې مدغم شوې وې.

په لیک کې راغلي: میرمنې د طالبانو له واکمنۍ راوتلي؛ پولیس، ښوونکې، دولتي چارواکي، ښاروالان او متشبثین شوې دي.

په ۲۰۱۹ زېږدیزکال کې د افغانستان د پارلمان ۲۸ سلنه کیرمنو پارلمان جوړ کړې و.

په دې لیک کې د نړۍ مشرانو وړاندیز کړی، چې:

  • ښځې باید د سولې بهیر برخه وي، نه د بحث موضوع.
  • ښځې دې د دې بهیر په هر پړاو کې پوره شتون ولري.
  • د ښځو او ځوانانو نظرونه باید هر پړاو راونغاړي.

ښځې باید د دې پروسې په هر پړاو کې برخه واخلي.

د ښځو او ځوانانو لید باید په هر تړون کې منعکس شي.

Trending

Exit mobile version