تازه خبرونه
د نړۍ مشران د راتلونکي ولسمشر د لوړې مراسمو ته بلل شوي دي
د هرې ورځې په تېرېدو سره ټاکنیزې لانجې هم زیاتېږي، د ولسمشرۍ یوه کاندید د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره اړیکې پرې کړي، او بل کاندید بیا د دویم پړاو ټاکنو روڼ تیا تائیدوي.
په داسې حال کې، چې تر اوسه لا نه ده معلومه، چې ټاکنیزې لانجې به کله پای مومي، د بهرنیو چارو وزارت د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو غږېږي. کوم ولسمشر، چې لا تر اوسه نه ده معلومه، چې څوک به وي؟
بل خوا د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني وایي، له ترهګرۍ سره مبارزه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د زیاتو همکاریو په موخه ګډه کمېټه جوړېږي. د بهرنیو چارو وزارت دا کمېټه د دواړو هېوادونو په ګټه بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دوشنبې په ورځ د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ویلي ووچې، د افغانستان پر وړاندې د پاکستان په پالیسي کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.