تازه خبرونه
د نړۍ هېوادونه دې د نهمداخلې نهبدلیدونکي اصل ته ژمن پاته شي – اسلامي امارت
د ملګرو ملتونو امنیت شوری ته د یوناما د استازې د څرګندونو په اړه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي؛ مونږ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د عمومي منشي د ځانګړې استازې لخوا د اعلامیې د ځینو برخو هرکلی کوو، چې په افغانستان کې یې پر مثبتو بدلونونه اعتراف کړی دی. لکه پر نشهیي توکو اغېزمن بندیز، اقتصادي ثبات، د فساد نهشتون، په ځینو برخو کي د نجونو زدهکړو ته لاسرسی، په منظمه توګه د عوایدو راټولول، د معاشونو ورکول، په امنیتي ډګر کې د پام وړ ښه والی او د داعش پر وړاندې کوټلي هڅې.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې څرګنده شوې؛ د دې استازې په څرکندونو کې هڅه شوې، چې د افغانستان پیچلي ځمکني واقعیتونه منعکس کړي، چې دا د بندیزونو د کمیتې د څارنې ډلې او د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي وروستي راپور برعکس ول، چې له غلطیو ډک او د ځینو لوبغاړیو سیاسي اجنډا منعکس کولو لپاره چمتو شوي وه.
بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ مونږ په اعلامیي کې د افغانستان په اړه له یادو پیچلتیاوو نوټ اخلو او دا خبره تکراروو؛ د افغانستان اسلامي امارت هغو نړیوالو نورمونو او مکلفیتونو ته ژمن دی، چې د اسلامي شریعت له اصولو او د افغانستان له فرهنګي معیارونو سره په ټکر کې نه وي او یا زمونږ ملي ګټې زیانمنې نهکړي.
بهرنیو چارو وزارت وایي؛ له همدې کبله مونږ له ټولو هېوادونو غواړو، چې د نهمداخلې نهبدلیدونکي اصل ته ژمن پاته شي او زمونږ په کورنیو چارو کې د حکومتدارۍ او قوانینو د جوړښت او څرنګوالی په ګډون د لاسوهنې ټولې هڅې بندې کړي.
د دغې اعلاميې په پای کې راغلي؛ افغانستان د امنیت تامینولو، د سرحدونو خوندي کولو، د ګواښونو د رامنځته کیدو مخنیوي، عدالت ته لاسرسي، د قاچاق پر وړاندې مبارزې او د نشهیي توکو له منځه وړلو په ګډون خپلو نړیوالو مسوولیتونو ته ژمن دی. اوس باید نړیواله ټولنه هم خپل مسوولیتونه لکه د نه لاسوهنې بنسټیز اصل رعایت، زمونږ ملي امنیت ته د نورو اړخونو لخوا د ګواښ مخنیوی او د قاچاق او نشهیي توکو له ټولو ډولونو سره مبارزه او زمونږ په داخلي چارو کې نه لاس وهني ژمنتیا تر سره کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د چارشنبې پر ورځ ( د غبرګولي ۳۱ ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې، چې د افغانستان د مسئلې په اړه جوړه شوې وه؛ په خبرو ويلي، چې د افغانستان اسلامي امارت به تر هغې پر رسمیت ونهپیژندل شي، چې پر افغان ښځو بندیزونه لرې شوي نهوي او اسلامي امارت له همدې کبله په سیاسي لحاظ، په انزوا او استبداد کې پاتې شوی دی.