تازه خبرونه
د نړۍ ځواکمنو هېوادونو افغانستان د خپلو لوبو لپاره کارولی دی- حامد کرزی
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د روسیې په والدای کلوب کې ویلي؛ د نړۍ ځواکمنو هېوادونو افغانستان د خپلو لوبو لپاره کارولی دی.
هغه ویلي؛ له یوې مودې راپدیخوا یې په افغانستان کې د امریکا او متحدینو لخوا د یوه کمزوري حکومت پر رامنځته کولو شک لره.، چې په کابل کې یو هسې پر نوم حکومت وي.
حامد کرزي زیاته کړې؛ دا هغه څه ول، چې مونږ یې پر وړاندې مبارزه کوله.
هغه وایي: ځینې وړاندیزونه هغه مهال زما حکومت ته شوي وه، چې طالبانو ته د ژوند کولو لپاره یو یادوه ولایتونه ورکړ شي او بیا له هغه ځایه د سولې خبرې وشي، چې ما رد کړل.
حامدکرزي زیاته کړې، چې په تېرو دوه میاشتو کې مونږ د همدې حالت پر لوري روان شوي یو او د دې رسمي نښه د امریکا د ولسمشر جو بایډن په وینا کې راغلې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که دا رښتیا وي او نښې شتون ولري؛ نو افغانستان به په دې سیمه کې د نړۍ د لویې لوبې لپاره وکارول شي. په داسې حال کې، چې د نړۍ ټول لوی ځواکمن هېوادونه په کې میشت هم دي او شونې ده، چې افغانستان به آسانه اداره شي.دا په حقیقت کې هغه څه دي، چې مونږ یې باید مخنیوی وکړو او اجازه ورنکړو. دا هغه څه دي، چې مونږ یې هیله لرو او زمونږ ملګري او ګاونډ هېواد روسیه او نور لوی قدرتونه به اجازه ورنکړي.
هغه وایي: که امریکا په افغانستان کې د سولې په اړه صادق وي او که دا په رښتیني بڼه سوله غواړي؛ نو مونږ به نه یوازې سوله ولرو، بلکې له یوه باثباته او یو موټی افغانستان څخه هم برخمن کیږو.
دغه راز په افغانستان کې د سولې لپاره د روسیې ځانګړي استازی ټینګار کړی؛ که د پرمختګونو نظامي سناریو د سولې له بهیره بریالۍ شي، نو په افغانستان کې به پراخه جګړه پیل شي او دوه یا درې لکه داعش ترهګریز سازمانونه به سر راپورته کړي.
ضمیر کابلوف دا هم وايي، چې طالبان سیاسي هوکړه لیک ته ژمن دي.
مسکو په هرصورت ، پدې باور دی، چې طالبان د لویو ښارونو په ساتلو کې پاتې راغلي.
کابلوف وایي: تر دې دمه طالبان ندي توانیدلي په ولایتونو کې لوی اداري مرکزونه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني د طالبانو پر وړاندې افغان ځواکونه جګړې ته هڅولي او ډاډ ورکوي، چې طالبان د سولې نیت او اراده نلري.
