د هوا حالاتو بدلونونه
د نړۍ ښاري غونډه؛ په افغانستان کې اقلیمي بدلون، استوګنیزې ستونزې او راستنېدونکي کډوال
له باکو څخه د آریانانیوز خبریال نوید بهار راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو ادارې رییس به په دې غونډه کې وینا وکړي او د بحثونو اصلي تمرکز به د افغانستان د وضعیت اړوند ننګونې وي.
د نړۍ ښاري غونډه، چې له یکشنبې راپدېخوا د آذربایجان په باکو ښار کې پیل شوې؛ روانه ده او ټاکل شوې، چې نن په کې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه ترسره شي.
له باکو څخه د آریانانیوز خبریال نوید بهار راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو ادارې رییس به په دې غونډه کې وینا وکړي او د بحثونو اصلي تمرکز به د افغانستان د وضعیت اړوند ننګونې وي.
د راپور له مخې؛ په دې غونډه کې به پر افغانستان د اقلیم د بدلون د منفي پایلو، د هېواد پر ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ملیونونو کډوالو راستنېدا اغېزو او استوګنیزو ستونزو بحث او اندونه وړاندې شي.
په دې غونډه کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رییس پر مشرۍ پلاوي هم ګډون کړی او ټاکل شوې، چې د یو شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له استازو سره لیدنې ترسره کړي.
دغه راز به په دې لیدنو کې د افغانستان اړوند موضوعات لکه د چاپېریالي پروژو په برخه کې همکاري، د اقلیمي بدلون په برخه کې نړیوالې مرستې او ملاتړ او د استوګنیزو ستونزو د حل لارې وڅېړل شي.
د غونډې په عمومي ناسته کې پرون د ګډونوالو هېوادونو یو شمېر مشرانو له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د خوندي، تلپاتو او لاسرسي وړ ښارونو د جوړولو ترڅنګ، زیانمنونکو هېوادونو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
دوی له پرمختللیو هېوادونو وغوښتل، چې د اقلیمي ننګونو او ښاري بحرانونو پر وړاندې د مبارزې لپاره له زیانمنونکو هېوادونو سره ډېره همکاري او ملاتړ وکړي.
دا غونډه به د مې تر درویشتمې روانه وي او ټاکل شوې په بېلابېلو ناستو کې د اقلیمي بدلون، ښاري پراختیا او د استوګنیزو ستونزو اړوند موضوعات په زیانمنونکو هېوادونو کې وڅېړل شي.