سیمه ییز خبرونه
د نړۍ ۳۲ ميليون وگړي د انساني قاچاق ښكار شوي
د انسانانو قاچاق اوسمهال يوه جدي ستونزه ده، چې يو هېواد هم ترې په امان كې نه دى .
د مهاجرت نړيوال سازمان يا IOM وايي، چې:
اوس مهال د نړۍ ۳۲ ميليون انسانان د دغې پديدې ښكار شوي دي .
په هغه غونډه كې، چې په همدې اړه د ياد سازمان په نوښت د تاجكستان په پلازمېنه دوشنبه كې جوړه شوې وه؛ د يو شمېر رسنيو استازيو، د گډوالۍ نړيوال سازمان غړيو، د افغانستان او تاجكستان د بهرنيو چارو د وزارتونو استازيو گډون كړى و او د انسان له قاچاق سره د مبارزې او په كې د يادې ستونزې د حلارو پرموندلو خبرې وشوې .
په مزار كې د آريانا راډيو- ټلويزيون خبريال، چې ددې ناستې گډونوال و په خپل راليږلي گزارش كې ليكي، چې:
د انسانانو قاچاقچيان هركال د انسان د قاچاق له لارې شاوخوا ۳۲ ميلياډ ډالر ترلاسه كوي.
د خورو شويو شمېرو او رپوټونو له مخې په نړۍ كې هر كال څلورسوه ميليون انسانان د قاچاق او له خرڅلاو سره مخ كيږي .
اوس مهال له دېرش ميليون ډېر انسانان د يادې پديدې قرباني شوي او ډېري دغه كسان د درندو فريكي كارونو د ترسره كولو، د بدن د غړيو د خرڅلاو او د جنسي گټې اخيستنې لپاره كارول كيږي، چې د قاچاقچيانو او يا هم د هغو كسانو له خوا، چې په پيسو اخيستل شوي ډېر فشارونه لكه د دوى د ازاديو مخنيوى ، دوى ته ناڅيزه مزد وركول او د دوى پر حركاتو جدي څارنه او دې ته ورته نور فشارونه راځي .
د تاجكستان له انساني قاچاق سره د مبارزې ادارې مشر ښاغلى عبدالله اوف وايي، چې:
دا ستونزه د نورو جرمونو په شان لكه د نشه يي توكو د قاچاق په شان په جدي ستونزه بدله شوې ده .
په داسې حال كې، چې په نړۍ كې ډېري ماشومان او ښځې د يادې پديدې ښكار كيږي .
د انسان قاچاق، پېر و پلور په نړى كې د سازمان شويو جرمنو په برخه كې درېيم ځاى لري . د تاجكستان په ناسته كې د افغانستا ن او تاجكستان هېوادونو استازيو له انساني قاچاق څخه د مخنيوي په موخه د يوې ادارې پرجوړيدو ټينگار وكړ .