تازه خبرونه
د نړۍ ۷۰ اقتصاد پوهانو له جوبایډنه د افغانستان د شتمنیو د آزادېدو غوښتنه کړې
رویترز خبري آژانس راپور ورکړی، چې له ۷۰ زیاتو اقتصاد پوهانو د زمري پر ۱۹ د امریکا له ولسمشر جوبایدن څخه په یوه لیک کې وغوښتل، چې د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ دې خوشې کړي.
د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې؛ په دغه لیک کې ویل شوي، چې بهرني هېوادونه باید د افغانستان بانک شاوخوا ۹ میلیارد دالر آزاد کړي، چې د دې هېواد اقتصاد پرې وغوړیږي .
د دغه مکتوب په یوه برخه کې راغلي: … د بشري ناورین د کمولو او د افغانستان د اقتصاد د ښه کولو لپاره، مونږ له تاسې غواړو، چې د افغانستان بانک ته اجازه ورکړئ، چې د نړیوالو اسعارو زیرمو ته لاسرسی ومومي.
د دې لیک لیکونکي د امریکا، هند، انګلستان او جرمني هېوادونو وګړي دي.
له دې مخکې رویترز د هغو درې سرچینو د څرګندونو له مخې، چې د امریکا او افغانستان اسلامي امارت د استازیو تر منځ له خبرو اترو خبر دي؛ راپور ورکړی، چې واشنګتن په امریکا کې د افغانستان بانک د څو میلیارد دالرو کنګل شوې زیرمې د خوشې کولو وړاندیز په یو درېیم هېواد کې کړی، چې د افغانستان له اقتصادي بحران سره د مبارزې لپاره ولګول شي.
له دې مخکې د اسلامي امارت یوې سرچینې رویترز خبري آژانس ته ویلي وه، چې اسلامي امارت د بهرنیو اسعارو د دغو زیرمو د امانت له اصل نه ردوي، بلکې پر صندوق د امریکا له څارنې سره مخالفت لري.
یوې امریکايي سرچینې دا هم ویلي، چې واشنګتن له سویس او نورو اړخونو سره د یوه داسې میکانیزم پر رامنځته کولو خبرې کړي، چې د دې صندوق پیسې به د یوه نړیوال پلاوي په مرسته څارل کېږي.
له دې وړاندې هم اسلامي امارت په وار وار د دغو شتمنیو د خلاصون غوښتنه کړې؛ خو امریکا تر اوسه دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ندی ویلی.
د جمهوریت له نسکورېدو سره امریکا په افغانستان کې ۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسوله، خپل سرتېري، ملکي وګړي او افغان همکاران یې ووېستل او دیپلوماتیکې اړیکې یې ودرولې؛ خو د افغانستان بهرنۍ شتمنۍ یې کنګل او له دې هېواد سره یې د نړیوالو موسسو نغدي مرستې هم وځنډولې. دې وضعیت د خلکو اقتصاد تر سیوري لاندې راوست او اوس افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.