تازه خبرونه

د نیمروز ولایت مقام مخې ته یو ځانمرګی ووژل شو

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتين قانع په ایکس پانه کې لیکلي؛ نن غرمه ( د مرغومي ۲۴) د نیمروز ولایت مقام مخې ته یو ځانمرګی بریدګر هغه مهال د امنیتي ځواکونو له لوري پر ډزو ووژل شو، چې د ولایت ودانۍ ته یې د ننوتلو هڅه کوله.

د نیمروز والي محمد قاسم خالد وايي: زه پوره ښه یم. زمونږ درې همکاران لږ ټپیان دي، چې روغتون ته وړل شوي دي.

​د یادونې ده، چې د بریدګر د چاودېدونکیو توکو پر چاودنه دری کسه امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.

Trending

Exit mobile version