تازه خبرونه

د نیمروز ولایت کافي شاپونه وتړل شول

Published

on

په نیمروز ولایت کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست مسوولینو د دې ولایت ټول کافي شاپونه وتړل.

په هغه غونډه کې، چې د نيمروز ولايت د امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست مسوولینو جوړه کړې وه؛ په کې د کافي شاپونو د تړلو سپارښتنه شوې ده.

مسوولینو ويلي؛ درې میاشتې مخکې یې د کافي شاپونو لرونکیو ته سپارښتنه کړې وه، چې ځان ته نور کارو بار ولټوي.

د نیمروز د امربالمعروف او نهي عن المنکر مشر عبدالغفار فاروق وایي: درې میاشتې مخکې مو درته ویلي وه، چې خپل کافي شاپونه وتړئ او بل کار وپلټئ، چې په ټولنه کې اصلاحات راشي او ستاسو اولادونه او راتلونکی نسل مو تباه او معتاد نشي؛ ځینې ځوانان تر سهاره کورته نه راځي. کورنۍ نشي کولی د خپلو ماشومانو لګښتونه برابر کړي.

د دغه رياست غړي وايي؛ خلکو ته په کار ده، چې لمونځونه پر جمعه او جماعت ادا کړي او د موسیقۍ غږولو او اوریدلو څخه ډډه وکړي.

دغه زار دوی له  هټیوالو غوښتي، چې د لمانځه پر وخت پېر او پلور ودروي او د جمعې او جماعت لمانځه ته ولاړ شي.

په هغه غونډه کې، چې د دغه رياست مسوولينو جوړه کړې وه، د ودونو د سالونونو خاوندانو ته هم ويل شوي، چې د موسيقۍ له غږولو دې ډډه وکړي.

د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکیو د  امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست وروستیو ګامونو اندېښمن کړي او وايي، چې که دا کافي شاپونه وتړل شي؛ ډېر شمېر کسان به کار او دنده له لاسه ورکړي.

د نیمروز اوسیدونکي نثار احمد ویلي: ما شل زره دالر ولګول، چې کافي شاپ جوړ کړم. اوس سرمایه هم نلرم. اوس یې، چې حکومت تړي؛ نوره پانګه نلرم، چې د نوي کار په لټه کې شم. دا مو پانګه ده. په داسې حال کې، چې نن هم د برښنا او هټۍ بل او کرایه راباندې پاتې ده.

په دې غونډه کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست مسوولینو هټيوالو ته لارښوونه وکړه، چې خپل لمونځونه په جماعت سره ادا کړي او د ودونو په تالارونو کې د موسيقۍ له غږولو هم ډډه وکړي.

د امرباالمعروف او نهي عن المنکر ریاست د محتسبینو آمر احسان الله احسان ویلي: کله، چې لمونځ له جماعت سره ادا کیږي، دوکاندار دې د هټۍ مخې ته پرده واچوي او یا دې خپل کوچنی ماشوم دې ته اړ کړي، چې هټۍ وساتي او پخپله جماعت ته ولاړ شي.

د نیمروز اوسیدونکی اسماعیل وایي: مونږ له خپلو پلرونو او نیکونو مسلمانان یوو؛ اوس باید لمونځ وکړو! پخوا به مو هم لمونځ کاوه؛ زمونږ پلرونو او نیکونو لمونځ کړی او اوس مو اولادونه هم لمونځ کوي. دا باید اجباري نه وي.

قومي مشر درویش احمد ویلي؛ د هر واده په تالار کې یو امام دی او جومات هم شته او د الله پاک مهرباني ده، چې جمعه او جماعت هم کیږي. تاسې پخپله هم پوهیږئ.

د ودونو په تالارونو کې د موسیقۍ پر غږولو څو میاشتې وړاندې بندیز لګیدلی و؛ خو د نیمروز مسوولینو پدې اړه اوس عملي ګامونه پورته کړل.

Trending

Exit mobile version