سوداگري
د نیمروز کمال خان بند له ۷ کلونو وروسته اوبو ته چمتو شوـ چارواکي
(Last Updated On: سلواغه ۱۵, ۱۳۹۹)
چارواکو نن (چارشنبه د سلواغې ۱۵) ویلي، چې د افغانستان په لویدیځ نیمروز ولایت کې د کمال خان بند له اووه کلونو وروسته اوس اوبو ته چمتو شوی دی.
د ولسمشر د ویاند مرستیاله فاطمه مورچل وايي؛ دا پروژه یوه له هغو اړینو پروژو ده، چې د هېواد اوبه په کې راټولیږي.
په نیمروز ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، چې د کمال خان بند د جوړولو کار روان دی او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغه بند د نهه میګاواټه برښنا وړتیا لري او ۵۲ متر مکعب ځمکې خړوبوای شي.
د یادونې ده، چې د نیمروز یو شمېر اوسیدونکیو او د کمال خان بند کارمندانو اوبو ته د بند چمتوکېدنه پر نڅاوو اواتڼ نمانځله.