نړۍ

د نیویارک ښار د مترو په تمځي کې د رامنځته شوي وسلوال برید د بریدګر لټون روان دی

Published

on

د بیویارک پولیسو د سې شنبې پر ورځ ( د وري ۲۳ / د اپریل ۱۲ ) د یوه وسلوال سړي پلټنه پیل کړې، چې د دغه ښار د مترو په تمځي کې یې دوه لوګي پورته کوونکي بمونه واچول او بیا یې پر چټک ریل ډزې وکړې.

پولیسو ویلي؛ په دغه سهارني برید کې لږ تر لږه ۲۰ کسان ټپیان شوي.

سرچینې زیاته کړې، چې د ښار په ټرانزیټي سیسټم کې د تاوتریخوالي د رامنځته کوونکي وسلوال برید ګر د پېژندلو او نیولو هڅې هم چټکې روانې دي.

پولیسو ویلي؛ ګومان کیږي، چې برید کوونکی یوازې و؛ خو د پېښې له سیمې تښتیدلی دی.

ویل کیږي، چې برید د منهټن پر لوري د تل لارې په ان لاین کې د بروکلین د سانسیټ پارک ته نږدې رامنځته شوی دی.

پولیسو ویلي، چې ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او کورنۍ یې تمه لري، چې ټپیان یې ژوندي پاتې شي.

د عیني شاهدانو دڅرګندونو له مخې؛ بریدکوونکي له نارنجي واسکټ، شنې امنیتي خولۍ او د جراحۍ ماسکه برخمن و.

پولیسو ویلي؛ برید کوونکي ۳۳ ډزې کړي او یو شمېر تجهیزات ترې پاتې شوي هم دي.

د یادونې ده، چې پولیسو تر دې دمه پر بریدګر د تروریست شک ندی کړی او د برید انګېزه هم ناڅرګنده پاتې ده.

Trending

Exit mobile version