تازه خبرونه

د هایتي د زلزلې د مړو شمېر ۲۰۰۰ ته رسېدلی او ژوندي کسان مرستو ته اړ دي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۷, ۱۴۰۰)

د سې شنبې پر ورځ د ژغورنې ډلې څرګنده کړې، چې د هایټي په زلزله کې لږترلږه ۱۹۴۱کسان مړه شوي او ژوندي پاتې کسان د خواړو، سرپناه او طبي پاملرنو غوښتونکي دي.

څو لویو روغتونونو ته د زلزلې زیان بشري هڅې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي او ډاکټرانو په خیمو کې د کوچنيو ماشومانو په ګډون د لویانو د ژغورلو لپاره مبارزه وکړه؛ خو رویټرز راپور دا هم څرګنده کړې، چې له ټولو ټپیانو سره مرسته ناشونې شوې او خلک د ډاکټرانو نشتوالي اندېښمن کړي او ټپیان هم مرګونی حالت لري.

د شنبې ورځې زلزلې د امریکا په دې بېوزله هېواد کې لسګونه زره ودانۍ ویجاړې او پر ۱۹۴۱ مړو سربېره یې لږ تر لږه ۹۹۱۵ نور کسان ټپیان کړي.

ویل کیږي، چې ډېري خلک اوس هم ورک او یا تر خاورو لاندې دي؛ توپانونو، سیلابونو او ځمکښویېدنو  وضعیت نور هم ستونزمن کړی دی.

په دې هیواد کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) استازي برونو میس ویلي؛ بې شمېره هایتي کورنۍ، چې د زلزلې له امله یې هرڅه له لاسه ورکړي؛ شاوخوا نیم ملیون هایټي ماشومان سرپناه، پاکې اوبو، روغتیایي پاملرنې او تغذي مرستو ته لاسرسی نلري.

رویټرز راپور ورکړی او وایي، د اغېزمنو خلکو د مرستې چمتو کولو لپاره یې 8 ملیون ډالر عاجل فنډونه ځانګړي کړي دي.

د لاتینې امریکا د هېوادونو په ګډون وینزویلا، چیلي، میکسیکو، پاناما، کولمبیا او ګاونډ ډومینیکن جمهوریتونود خواړو، درملو او اکمالاتو ولیږل. امریکا هم اړوند سیمې ته د اکمالاتو، لټون او ژغورنې ډلې لیږلي.

د هایټي وروستی طبیعي ناورین یوازې یوه میاشت وروسته له هغه راپورته کیږي کله چې هیواد د جولای په اوومه د ولسمشر جوینل مویس په وژنې سره سیاسي کړکیچ کې ډوب شو.

د ژغورنې کارکوونکي د ژوندي پاتې کسانو د ژغورلو لپاره د ملبې له لارې د اوسیدونکیو تر څنګ کیندنې کوي.

د سې شنبې پر سهار د هایټي د ملکي ژغورنې چارواکو ویلي، چې د نهو مړو سره ۱۶ کسان ژوندي راویستل شوي دي.

ډېري هایتیان وايي، چې دوی د همغږیو له نشتوالی اندېښمن دي او حکومتي ارګانونه کمزورې هڅې ترسره کوي.

Trending

Exit mobile version