سیمه ییز خبرونه

د هرات اوسيدونكيو د دغه ولايت د چارواكو د اختلافاتو د حل غوښتنه وكړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هرات ولايت لسگونه اوسيدونكيو د يو سوله ييز لاريون په ترځ كې د دغه ولايت د چارواكو په ځانگړي توگه د ولايتي شورا د چارواكو د اختلافاتو د حل غوښتنه وكړه.

لاريونكوونكي، چې د ولايت مقام مخې ته راټول شوي ول؛ مركزي حكومت يې د سيمه ييزو چارواكو په ځانگړي توگه د والي او ښاروال د روانو اختلافاتو په اړه پر بې تفاوتۍ تورن كړ.

دوى د هرات د ولايتي شوره د مشر د ټاكنې په سر د اختلافاتو پر رامنځته كولو هم نيوكه وكړه او د ولايتي شورا له غړيو يې وغوښتل، چې نور دې دغه مقام ته د رسيدو لپاره خپلو اختلافاتو ته د پاى ټكى كيدي.

دغه لاريون په داسې حال كې تر سره كيږي، چې د والي داود صبا او ښاروال محمد سليم تر منځ  اختلافاتو سر راپورته كړى دى.

په هرات ولايت كې دا اختلافات هغه مهال ډېر تند شول، چې والي صبا د هرات ښاروال د انكشافي پروژو پر ځنډولو او په تړونونو كې د نه رڼښت په تور تورن كړ.

د دغو اختلافاتو تر څنگ د ولايتي شورا د رييس ټاكنې بهير هم بېلابېلې اندېښنې راپارولي دي.

د ولايتي شورا د رييس ټاكنې په لومړي پړاو كې نوماندانو هر يو عبدالظاهر فيض زاده او سيد وحيد قتالي برابرې رايې تر لاسه كړې. د ټاكنو دوه يم پړاو د ولايتي شورا د ۱۲ غړيو په گډون په كابل كې تر سره  او سيد وحيد قتالي د دې  شورا د رييس په توگه وټاكل شو.

ښاغلى قتالي وايي:

په كابل كې د ولايتي شورا د رياست ټاكنې د سيمه ييزو چارواكو د لاسوهنې د مخنيوي له كبله  تر سره شوې دي.

له بلې خوا عبدالظاهر فيض زاده د خپل سيال ټاكنه غير قانوني بولي او په  هرات كې د دغه ولايت د ولايتي شورا د رييس د بيا ټاكنې غوښتونكى شو.

د هرات ولايت سيمه ييز چارواكي په ځانگړي توگه والي صبا د ټاكنو په بهير كې هر راز لاسوهنه رد وي او وايي، چې:

د ولايتي شورا رييس ټاكنه دې په هرات كې تر سره شي.

په همدې حال كې سياسي كارپوهانو يو شمېر سياسي كړۍ روانو اختلافاتو ته په وده وركولو تورنوي.

سياسي كارپوه عبدالقادر كامل وايي:

د اختلافاتو غزول به خلكو ته زيان  ورسوي، چې بايد ژر تر ژره يې مخنيوى وشي.

Trending

Exit mobile version