سیمه ییز خبرونه
د هرات اوسيدونكي د بې كيفيته تېلو له واردولو اندېښمن شوي
د هرات اوسيدونكي وايي:
د سون توكو د لوړو بيو تر څنگ د دغو توكو ټيټ كيفيت ْلابېلې انديښنې راپارولي دي.
د هرات د نفتي توكو اداره وايي، چې:
دغه تېل له ايران څخه د فراه ولايت له لارې هېواد ته راځي، خو د امكاناتو د نه شتون پر لامل د دغو بې كيفيته تيلو مخنيوى كولى نشو
د هرات يو شمير اوسيدونكې په ډاگه كړې، چې:
د تېلو يو شمېر واردونكي د خپلو گټو لپاره كيمياوي مواد له تېلو سره گډوي او بازارته يې وړاندې كوي.
دوى په دې باوردي، چې دغه كار نه يوازې گڼ شمېر موټر خرابوي،بلكې د هوا د ككړتيا او د ناروغيو د رامنځ ته كيدو لامل هم ګرځې.
په دې وروستيو كې د هرات روغتون چارواكو هم دا منلې، چې د سوزيدنې ډېرې پېښې د بې كيفيته تېلو څخه د گټې اخيستنې له كبله را منځته شوې دي.
د هرات د نفتي موادو اداري رييس خسرو عبدالله وايي، چې:
د سون ټول توكي، چې د قانوني پولو څخه افغانستان ته راوړل كيږي د اړوند بنسټونو له خوا د څارنې لاندې دي او د سرغړونې په صورت كې له سرغړونكيو سره قانوني چلند كيږي.
نوموړى همدا راز وايي، چې:
په وران كال كې د بې كيفيته سون توكو شاوخوا شپېته كاروانه د هرات له پولې گرزول شوي او هېواد ته يې د واردولو اجازه نه ده تر لاسه كړې.
نوموړى زياتوي، چې په پولو كې د لابراتوارنو د نه شتون له كبله دغه تېل نشي پيژندل كيداى.