سیمه ییز خبرونه

د هرات او كندوز په ولايتونو كى ايران، تاجكستان او ازبكستان ناامنيو ته لمن وهي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هرات او كندوز ولايتونو يو شمېر مسوولينو گاونډ هېوادونه په ځانگړي توگه ايران، تاجكستان او ازبكستان د افغانستان په چارو كې په بربنډه لاسوهنه تورن كړل.

د افغانستان په چارو كې د گاونډ هېوادونو لاسوهنه تل هغه  ستونزهه ده، چې پرې په ملي او نړيواله كچه خبرې شوې دي.

دا ځل د كندوز د امام صاحب ولسوال امام الدین قریشي او د هرات د ولايتي شورا رييس وحید قتالي د ايران، تاجكستان، او ازبكستان له ښكاره لاسوهنو سرټكوي.

دوى وايي:

دغه هېوادونه د كندز او هرات په ناامنيو كې لاس لري او د ځانمرگو بريدونو او نورو ورانكارو اقداماتو له لارې د بېخبنايي تاسيساتو د له منځه وړلو هڅې كوي.

د دوى په وينا، امنيتي ځواكونه په ډېرو مواردو كې د دغه راز ورانكارو لاسوهنو د مخنيوي لپاره پوره هڅې كوي.

دغه دوه سيمه ييز چارواكي دولت ته وړانديزكوي، چې:

د ديپلوماتيكو اړيكو پر بنسټ دې گاونډ هېوادونو ته سره كرښه وټاكي.

د کندوز د امام صاحب ولسوال امام الدین قریشي په كندز ولايت كې بي كاري ستره ستونزه بولي، چې په وينا يې د ناامنيو له پراختيا سره مرسته كوي.

د هرات ولایتی شورا رییس وحید قتالي په باور بې كاري هغه ستونزه ده، چې گاونډ هېوادونه ترې د خپلو ترهگريزو اقداماتو لپاره ناوړه استفاده كوي.

د هرات او كندز د سيمه ييزو چارواكو دا اندېښنې په داسې حال كې بيانيږي، چې د ازبكستان اسلامي غورځنگ په شمال ولايتونو په ځانگړي توگه تخار كې هم خپل فعاليت پراخ كړى. د دې ډلې په باب دا هم ويل كيږي، چې له القاعده او طالبانو سره نږدې اړيكې لري.

Trending

Exit mobile version