تازه خبرونه
د هرات د اوبلن ګاز په زیرمه کې له اورلګېدنې ۱۰ ګاز ټانکر سوځيدلي
د هرات سیمه ییزو چارواکو منلې، چې نن سهار د هرات ښار د شمال د اوبلن ګازو په زیرمه کې له اورلګیدنې لس ټانکر سوځېدلي دي .
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د ژغورنې ډله د پېښې ځای ته رسیدلې او له ۲۰۷ ظفر قول اردو هم مرسته غوښتل شوې ده.
عیني شاهدانو ویلي، چې دا اور نن سهار د ګازو په دوه شرکتونو کې پیل شو او لږترلږه د اوبلن ګاز ۱۰ ټانکرو اور اخیستی دی.
د دې دوه شرکتونو خاوندان وايي، چې دوی ته لسګونه زره ډالر زیان اوښتی دی.
یو تن په دې پېښه کې ټپي شوی او د هرات ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوی دی.
ځایي چارواکو ویلي، چې اور مړ شوی، خو د اور وژنې یو موټر هم اور اخیستی دی.
نامنل شوي راپورونه ښیي، چې له اورلګیدو مخکې لومړی د یوې چاودنې غږ اوریدل شوی دی.
دغه اورلګېدنه د هرات او ایران ترمنځ د اسلام کلا د ګمرک په ودانیو کې له اورلګیدنې وروسته دوه یمه پراخه اورلګېدنه ده، چې په روان کال رامنځته کیږي.
هغه مهال د تېلو یو ټانکر وچاودید، چې او بیا ترې د ګازو او تېلو نورو ټانکرو اورواخیست؛ نږدې ۱۰۰ ټانکر وسوځېدل او په پایله کې یې سوداګرو او د موټرو خاوندانو ته ۵۰ میلیون ډالر زیان ورسېده.