تازه خبرونه
د هرات د اوبۍ ولسوالۍ امنیه قومندان د طالبانو په برید کې ووژل شو
(Last Updated On: ليندۍ ۱۰, ۱۳۹۹)
د هرات ولایت سیمه ییزو چارواکو نن (دوشنبه د لیندۍ ۱۰) په ډاګه کړې، چې د هرات ولایت د اوبۍ ولسوالۍ د پولیسو مشر له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی.
د هرات امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده ویلي؛ پېښه نن سهار هغه وخت رامنځته شوه، چې د محمد رفیق الکوزي پر موتر طالبانو برید ترسره کړ.
ښاغلي ویلزاده زیاته کړې، چې په پېښه کې نورو امنیتي ځواکونو ته زیان ندی رسیدلی.
د هرات پولیسو ويلي، چې دا پېښه د اوبۍ ولسوالۍ له مرکز څخه ۱۵ کیلومتره لرې رامنځته شوې ده.
طالبانو تر دې دمه د برید په اړه څه ندي ویلي.
دغه راز تېره شپه د بادغیس د بالامرغاب ولسوالۍ د درېیمې لوا قومندان عبدالبصیر نورستانی د طالبانو د هاوان په برید کې وژل شوی دی.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې د ملي اردو ۱۱ سرتېري ټپیان شوي او د یو شمېر ټپيانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.