تازه خبرونه

د هرات د شیندند ولسوالۍ تر وسله والې حملې لاندې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

نن شپه شاواخوا ۰۹:۳۰ بجو په طالبانو پورې یو شمېر اړوند کسانو د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالي باندې له لرې واټن څخه حملې پیل کړي چې لا هم روانې دي.

د شیندند ولسوالي یو شمېر اوسیدونکو له آریانا نیوز سره د تلفون له لارې په اړیکه کې وویل چې یادې حملي له سپکو او دردندو وسلو څخه په ګټې اخستنې تر سره کیږي.

په ورته وخت کې د هرات د والي ویاند عبدالرووف احمدي د دې پیښې په پخلي سره وایي چې د شیندند ولسوالي امنیتي ځواکونه د دې بریدونو پر وړاندې ځواب ویونکي دي او زیاتوي چې طالبان نه شي کولای ولسوالي ته نژدې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په شپه هم طالبانو د شیندند په ولسوالي برید وکړ چې ویل کیږي یو راکټ د ولسوالي په مرکز لیګيدلی.

Trending

Exit mobile version