سیمه ییز خبرونه

د هرات د صنعتي ښارگوټي ۳۵ زره كارگران بېكاره شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هرات ولايت د صنعتگرو ټولنه وايي، چې:

د هرات د صنعتي ښارگوټي د چارو له ټكني كيدو سره پېنځه ديرش زره كسانو كاري فرصتونه  له لاسه وركړى دى.

د هرات ولايتي شورا مسوولين په دغه ولايت كې د بيكارۍ د زياتيدو له كبله اندېښمن دي او زياتوي، چې دا ستونزه كيداى شي د هرات پر امنيت هم ناوړه اغېزه وكړي.

د هرات د صنعتگرو ټولنې رييس حميدالله خادم وايي، چې:

خصوصي سكتور ته د دولت د نه پاملرنې له كبله په هېواد كې د بيكارۍ كچه مخ په زياتيدو ده.

د هرات ولايتي شورا رييس سيد وحيد قتالي وايي، چې:

په دغه ولايت كې د بې كارۍ د زياتيدو له كبله به د دغه ولايت امنيت له ستونزو سره مخ شي.

ښاغلى حميدالله خادم زياتوي:

دغه راز له گاونډ هېواد ايران څخه هم دغه ولايت ته د بېلا بيلو دلايلو له كبله يو زيات شمېر كارگر بېرته راستانه شوي دي.

كارپوهان په دې باوردي، چې كه افغان دولت له خصوصي سكتور او كورنيو توليداتو ملاتړ ونه كړي دا ستونزه به په ځاى پاتې وي.

Trending

Exit mobile version