تازه خبرونه

د هرات د پاشدان پروژې ۱۱ کارکوونکي تښتول شوي

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۲۸, ۱۳۹۹

د هرات ولایتي شورا یو شمېر غړیو منلې، چې تېره ورځ ( یکشنبه د سلواغې ۲۶) د هرات د پاشدان پروژې ۱۱ کارکوونکي د یو انجنیر په ګډون طالبانو تښتولي دي.

د هرات ولایتي شورا غړی وکیل احمد کرخي ویلي: طالبانو څلور بندیان، چې د پشتان شاوخوا یې کلي دي؛ خوشې کړي، خو اووه کسان نور اوس هم د طالبانو په بند کې پاتې دي.

د هرات والي سید وحید قتالي د تښتول شویو کسانو د شمېر او ځانګړتیاوو په تړه نه غواړي څه وایي؛ خو طالبان یې د پاشدان له پروژې د پیسو پر راټولو تورن کړي دي.

طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version