پرمختګ او بشپړتیا
د هرات د گمرك او ښاروالۍ كاركوونكيود ښاري كثافاتو پاكولو حشر ترسره كړ
د هرات ولايت گمرك كاركوونكيو او يو شمېرنورو كسانو له ښارڅخه د كثافاتو د پاكولو په موخه عمومي حشرتر سره كړ.
د هرات ولايت د گمرك كاركوونكي د هرات ولايت له نورو او سيد ونكيو هم غواړي، چې د دغه ښارد پاكوالي په موخه دې په ټوليزحشر كې برخه واخلي.
د هرات ولايت د گمرك مرستيال تميم كاكړوايي:
په دغه ښاركې د چاپېريال د پاكوالي په موخه د هرات له ښاروالۍ سره يې په گډ ه د كثافاتو د ليرې كولو او د ښار د پاكوالي په خاطر يې پر دغه حشرلاس پورې كړ.
كاكړوايي، چې:
د ښاروالۍ د كارگرو او د گمرك د كاركوونكيو په گډون د كاري ډلې شمېره له زرو ډېره ده.
د دغه عمومي حشر يو شمېرگډ ون كوونكي وايي، چې:
د ا د هرات د اوسيدونكيو د نده ده، چې د چاپېريال ساتنه وكړي.
دا په داسې حال كې ده، چې له د ې وړاندې په هرات كې د رسنيو د حمايت بنسټ له لوري ورته حشرترسره شوى و، چې د نړيوالو ملي او محلي خبري رسنيو خبريالانو په كې برخه درلوده.
هرات د نړۍ د زرو ښكليو ښارونو څخه شمېرل كيږي او اوسيدونكي يې له مسوولينوغواړي، چې د پاك ساتلو لپاره يې زياتې هڅې وكړي.