تازه خبرونه
د هرات شینډنډ ولسوالۍ د شاوخوا سلو وسله والو تر برید لاندې ده
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
نن ماسپښین شاوخوا درې بجې د هرات په شینډنډ ولسوالۍ باندې وسله والو مخالیفینو له دریو خواوو برید پیل کړی.
د امنیتي سرچینو په ویناپه ذغالي سیمه کې جګړه اوس هم روانه ده.
یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي له آریانانیوز سره په خبرو کې وویل؛ له سلو ډيرو وسله والو مخالفینو په دغه برید لاس پورې کړی.
سرچینه وایي چې ځانکړي پوځونه شینډنډن ته استول شوي دي.
تر اوسه د مرګ ژوبلې په هکله رپوټ نه دی ورکړل شوی.
د پوره جزیاتو له پاره له آریانا نیوز سره اوسئ!