تازه خبرونه

د هرات صنعتي ښارګوټي ته د ایران وارداتي برښنا اویا سلنه کمه شوې

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۱, ۱۴۰۲)

د هرات د صنایعو او کانونو خونه وايي، د دې ولایت د صنعتي ښارګوټي د کارخونو په تولید کې اویا سلنه کموالی راغلی او زرګونه کسان بې کاره شوي دي.
د صنعتي ښارګوټي په ګډون د هرات ښار لویه برخه له ایران څخه په وارداتي برښنا تکیا ده، خو له یوې اوونۍ راپدیخوا د ایران په صادراتي برښنا کې اویا سلنه کموالی راغلی، چې د صنعتي کارخونو لرونکي او ښاریان په دې ورځو کې جنراتورونه کاروي.
د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس حمیدالله خادم وايي، د صنعتي ښارګوټي په تولیداتو کې اویا سلنه کموالی راغلی او زرګونه کسانو کار له لاسه ورکړی دی.
په هرات کې د کارخونې لرونکی حامد پوپل ویلي؛ د ایران وارداتي برښنا اویا سلنه کمه شوې او خلک په روانه اوونۍ کې د برښنا له سخت کمښت سره مخ دي.
له کلونو راهیسې د فابریکو خاوندان د برښنا د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي.
د هرات اوسیدونکي عبدالمجید بیا دغه ولایت ته له ایران څخه د وارداتي برښنا پر کموالي نیوکه کوي.
د هرات والي ویاند نثار احمد الیاس ويلي، په هرات کې د برښنا د کمښت د ستونزې د اوارولو له پاره هڅې روانې دي؛ خو له خلکو هم غواړي، چې برښنا سپما کړي.
د صنایعو او کانونو خونه وايي؛ هر وخت، چې په صنعتي ښارګوټي کې د انرژۍ اندازه کمه شي، د هرې یوې کارخونې خاوند ته زرګونه دالر زیان اوړي.
په هرات کې د صنعتي ښارګوتي زیاتره کارخونې اوس پر ډيزلي برښنا چلیږي، چې لګښت یې ډېر دی.

Trending

Exit mobile version