سوداگري

د هرات – مزار شریف د اوسپنې‌پټلۍ څلورم بندر له بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د اسلامي امارت مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، چې سوداګر کولی شي خپل مالونه د حيرتان- مزارشريف د اوسپنې‌پټلۍ له لارې پر لږ لګښت او لږ وخت کې ولېږدوي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د هرات – مزار شریف د اوسپنې‌پټلۍ څلورم بندر، چې نایب‌آباد سټیشن یاد شوی؛ له بیارغونې وروسته کار پیل وکړ.

د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د اسلامي امارت مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، چې سوداګر کولی شي خپل مالونه د حيرتان- مزارشريف د اوسپنې‌پټلۍ له لارې پر لږ لګښت او لږ وخت کې ولېږدوي.

دې کرښې د تېرې کرښې پر پرتله ۵۰ کیلومټره واټن کم کړی دی.

د ټولګټو چارو وزارت چارسمبالي محمد عیسی ثاني ویلي، د دې کرښې له فعالېدو سره به په سوداګرۍ کې ډېر بدلون راشي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په پام کې ده، چې په نږدې راتلونکي کې د کابل، کندهار او هرات په ګډون شمالي ولايتونه د اوسپنې‌پټلۍ له لارې سره ونښلول شي.

د ټولګټو چارو وزارت چارسمبالی وايي، اسلامي امارت غواړي د مزار – حيرتان او يا نايب‌آباد اوسپنې‌پټلۍ له ګاونډ هېوادونو څخه د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد پر سيمه‌ييزې څلورلارې بدله کړي.

ویل کیږي، چې د دې پټلۍ له فعالیدو سره به د افغانستان د سوداګریزو توکو صادرات هم ډېر شي.

د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف د اسلامي امارت له همکاریو قدرداني وکړه او ټینګار کوي؛ د نایب‌آباد د اوسپنې‌پټلۍ جوړیدو یو ځل بیا دا وښوده، چې ازبکستان د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.

Trending

Exit mobile version