تازه خبرونه

د هرات هوایي ډګر د خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوایي ډګر ونومول شو

Published

on

ولسمشر اشرف غني نن ​​سهار(پنجشنبه د سلواغې ۲) هرات ولایت ته د سفر پرمهال د دې ولایت هوایي ډګر د خواجه عبدالله انصاري پر نړیوال هوایي ډګر نومولی دی.

د ارګ د څرګندونو له مخې؛ ولسمشر اشرف غنی د یو لوړ پوړی حکومتی پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته د هر اړخیز وضعیت د څېړلو، چارواکو او د خلکو له بېلابېلو استازیو سره د لیدلو پر موخه سفر کړی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ په ډاګه کړې، چې له ولسمشر اشرف غنی سره په دې سفر کې لومړی مرستیال امرالله صالح او یو شمېر نور دولتي چارواکي مل دي.

د ارګ د څرګندونو له مخې؛ ولسمشر غني په یو لړ مراسمو کې د هرات د نړیوال هوایی ډګر له لوحې څخه د  پردې پر راکښلو دا ډګر د خواجه عبدالله انصاري پر نړیوال هوایي ډګر ونوماوه.

د خواجه عبدالله انصاري پر نوم د دغه نړیوال هوایي ډګر له نومولو وروسته ولسمشر اشرف غني څرګنده کړه: دا د ویاړ او خوښۍ خبره ده، چې نن د هرات نړیوال هوایي ډګر په رسمي بڼه د خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوایی ډګر ونومول شو؛ افغانانو او اسلامي نړۍ ته د دې ښه ګام مبارکي وایم.

Trending

Exit mobile version