سیمه ییز خبرونه
د هرات ولايت د غوريان ولسوالۍ د اوبو رسولو پركانال كار پيل شو
د اوبو او برېښنا وزير محمد اسماعيل د دوشنبې په ورځ(د وري ۵) د هرات ولايت د غوريان ولسوالۍ د اوبو رسولو پركانال د كار پرانسته وكړه.
د اوبو او برېښنا وزير وويل:
دغه پروژه به د ۸ اعشاريه ۵ ميليون دالرو په لگښت د يونيم كال په بهير كې گټې اخيستنې ته وسپارل شي.
هغه به ډاگه كړه، چې د دې پروژې په بشپړيدو به لس زره هكتاره ځمكه خړوبه شي او يو زر و ۷۳۴ كورنۍ به يې له گټې اخيستنې برخمنې شي.
د اوبو او برېښنا وزير زياته كړه، چې كيداى شي دغه پروژه په راتلونكي كې پراخه شي. كه دا كار وشي؛ نو ۱۵ زره هكتاره ځمكه به خړوبه كړي.
دغه پروژه د هريرود سيند په لاره كې موقعيت لري، چې كلونه كلونه يې له اوبو ايران گټه پورته كړې ده.
د محمد اسماعيل خان په وينا، وسمهال هريرود سيند ۳۵ زره هكتار ځمكه خړوبوي، چې د اوبو لگولو د سيستم په جوړولو به د ۷۵ زره هكتار ځمكې خړوبې شي.
افغانستان ډېره كرنيزه ځمكه لري، خو د اوبو د لږوالي له كبله يې ډېره برخه بې اوبو پاتې شوې ده.
د كرنې كارپوهان په دې اند دي، چې دولت كولى شي د كانالونو، بندونو او نهرونو په جوړولو ډېرې وچې او بې اوبو ځمكې خړوبه او په دې توگه د كرنيزو توكو ډېروالي ته زمينه برابره كړي.