سیمه ییز خبرونه

د هرات ولايت كاشي كاران له ملاتړ برخمن شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په هرات كې د كاشي  جوړولو فابريكه، چې تېر كال له مخ  پرځوړ حالت سره مخ وه، سږ كال يې د هرات د جامع  جومات د خدمتگارانو ټولنې په ملاتړ ستونزې ليرې شوې دي.

د هرات د تاريخي آبدو د آمر ايام الدين اجمل په وينا، د جامع جومات د خدمتگارانو ټولنې ملاتړ د دې سبب شو، چې د كاشي جوړولو فابريكې تشكيلات پراخ  او د اړتيا وړ لومړني مواد تر لاسه كړي.

ښاغلى اجمل د كاشي جوړولو د فابريكې پر اوسني فعاليت خوښ دى او وايي:

كه كارونه همداسې روان وي، په راتلونكې كې ترې د ډېرو  پرمختگونو تمه كيږي.

دا مهال په دې فابريكه كې هغه كاشي جوړيږي، چې د هرات د جامع جومات دننه لگول كيږي.

د هرات د تاريخي آبدو د آمر په وينا، دې هنر ته پاملرنه او پراختيا به د دې لامل شي، چې په راتلونكيو كلونو كې  دغه كاشي په نورو  تاريخي بنسټونو كې هم وكارول شي.

د يادونې وړ ده، چې كاشي جوړول له اصيلو هنرونو څخه يو هنر دي او دا هنر په هرات كې اوږده مخينه لري.

Trending

Exit mobile version