تازه خبرونه

د هرات ولایت د پارسي ولسوالۍ امنیه قوماندان ووژل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هرات ولایت د پارسي ولسوالۍامنیه قوماندان د وسله والو په بريد كې ووژل شو.

د پارسي د پوليسو وياند عبدالروف احمدي وايي:

د هرات ولایت د پارسي ولسوالې امنیه قوماندان سمونیار شېر احمد نن سهار  په یو توغندیز برید کې له خپلو ساتونکيو سره ووژل شو.

د ښاغلي احمدي په وینا، وسلوالو د امنیه قوماندان پر موټر توغندی توغولی، چې په کې امنیه قوماندان، د هغه څلور ساتونکي وژل شوي او یو بولیس ټپی دی.

په دې پېښه ملکي وگړو ته د سرږیان نه دی رسیدلی.

طالبانو په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version