روغتيا
د هرات په تورغونډۍ زېږنتون کې ترکمنو ښځینه داکترانو کار پیل کړ
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې هېواد یې د بشري هڅو په لړ کې د افغانستان د هرات ولایت تورغونډۍ زېږنتون ته درې ښځینه داکترانې لېږلې دي.
دغه وزارت افغانستان ته د رالېږل شویو داکترانو د انځورونو پر خپرولو ویلي، چې دوی د هرات په تورغونډۍ روغتون کې کار پیل کړی او میرمنو ته لازم خدمات وړاندې کوي.
د ترکمنستان بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغو داکترانو له لېږلو مخکې د مې میاشتې پر درېیمه نېټه د تورغونډۍ زېږنتون بیاورغول شو او له دې مرکز سره د درملو او اړینو طبي تجهیزاتو مرسته هم وشوه.
ویل کېږي، چې دا درې ترکمنې داکترانې به د روانې میاشتې تر پایه په افغانستان کې کار وکړي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې له افغانستان سره به خپلې بشري مرستې روانې وساتي.
په هرات ولایت کې د تورغونډۍ زیږنتون د ۲۰۱۶ ز. کال د جون پر ۵ د ترکمنستان هېواد پر مرسته جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.