تازه خبرونه

د هرات په دولتي دفترونو کې د آسانتیاوو د نشتون له کبله د کورونا ویروس خپریدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۱, ۱۳۹۹)

د هرات ولایت په دفترونو کې د آسانتیاوو د نشتون له کبله له ۱۲۰ ډېر دولتي کارکوونکي پر کورونا ویروس اخته شوي دي.

د عامې روغتیا چارواکو منلې، چې اوسمهال په هرات کې ډېري کارمندان په خپلو کورونو کې قرنطین شوي دي.

په هرات کې د آریانا لخوا تر سره شوې څیړنې ښیې، چې د دولتي کارمندانو او دفترونو ته د مراجعه کوونکیو کسانو لخوا روغتیا مشورو ته بې پامي د دې لامل شوې، چې په دولتي ادارو کې کرونا ویروس پراختیا ومومي.

د یادې څېړنې موندنې ښيي، چې د ترانسپورت ادارې ۴، د اوبو رسونې درې، د ښاروالۍ ۴، د مستوفیت ۳، د برښنا شرکت ۵، د عامې روغتیا ریاست ۷۵، پولیس او سرتېري ۱۰، د هرات امبولانس ۴، د هرات ولایت و بشري سرچینو د مشر په ګډون د ولایت ۳، د جوماتونو ۱۱ ملاامامان او د هرات ګمرک ۸ کارکوونکي پر کرونا ویروس اخته شوي دي.

د هرات د عامې روغتیا مشر داکتر عبدالحکیم تمنا ویلي، چې د دولتي کارکوونکیو او ښاریانو لخوا د عامې روغتیا سپارښتونو ته پاملرنه نکول دغه ویروس یو نوي پړاو ته وردننه کړی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که دغه بې پامې همداسې روانه وساتل شي؛ لیرې نده، چې په نږدې راتلونکي کې مو له یو ستر ناورین سره مخ کړي.

هغه دا هم ویلي، چې د حکومت ډېري کارکونکي دمګړۍ له ښه روغتیایي حالت سره مخ دي.

دغه راز په هرات کې یو شمېر دولتي چارواکي ټینګار کوي، چې له کرونا ویرس سره د مبارزې لپاره په دفترونو کې روغتیايي آسانتیاوې نشته، چې له کبله یې ډېري دولتي کارکوونکي پر کرونا ویروس اخته شوي دي.

شریف احمد د هرات د حکومتي دفتر کارمند ويلي، چې دوی ته په اوونۍ کې یو ماسک او دستکشې ورکړ شوي او هره ورځ له ګڼشمېر مشتریانو سره لیدنې لري.

هغه دا هم ویلي، چې که څه هم د ادارې درې کارمندان مو پر کرونا ویروس اخته شوي؛ خو دا اداره هیچا عفوني ضد نکړه.

د اوبو رسولو ریاست مشر انجنیر راتیب حمیم منلې، چې د دې ادارې یو کارمند پر کرونا ویروس اخته شوی او دوه همکاران یې شکمن دي.

انجنیر حلیم ویلي، چې د دوی اداره یو خدماتي اداره ده او دوی له قرنطین سره سره له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا کارونه روان ساتلي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ ډېري خلک، چې دې دفتر ته راځي ماسکونه نلري او د خوندیتوب لارښوونې هم نه تعقیبوي.

د هرات ښاروال غلام مشفق خدمتګار هم په دولتي دفترونو کې د کورونا ویروس خوریدل مني او وایي، چې د دې ادارې یو کارمند پر کرونا ویروس اخته دی او دمګړۍ په کور کې قرنطین دی.

د هرات ښاروال ويلي، چې هره ورځ د دوی د کاري ډلې لخوا عامه ځایونه او ځینې له ګڼې ګوڼې دکې دولتي ادارې ضد عفوني کیږي.

 پدې وروستیو کې د هرات والي د دغه ولایت د دولتي ادارو کارمندانو ته لسپارښتنه کړې، چې روغتیایي سپارښتنو ته دې پاملرنه وکړي او ماسکونه وکاروي.

همدارنګه د هرات امبولانس مشر ډاکټر ابراهیم محمدي ټینګار کوي، چې په هرات کې پر کرونا ویروس د خلکو اخته کیدل ورځ تر بلې مخ پر زیاتیدو دي او ډېري خلک خپله ناروغي پټوي او په کورونو ځان قرنطین کوي.

هغه دا هم منلې، چې په هرات کې د بېلابېلو دولتي ادارو له ۱۲۰ ډېر کارمندان پر کورونا ویروس اخته دي.

هرات په افغانستان کې د کرونا ویروس مرکز دی او لومړی ولایت دی، چې د ۱۳۹۸ لمریز هجري کال کب پر ۵  په کې کرونا ویروس وپېژندل شو.

Trending

Exit mobile version