تازه خبرونه

د هرات  په زلزله ځپلیو سيمو کې کورنۍ د روغتیایي اسانتیاوو له نه‌شتوالي اندېښمن دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۵, ۱۴۰۲)

د هرات ولایت په ټولو زيانمنو کليو کې روغتيايي ډلې روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي؛ خو په زلزله ځپلیو سيمو کې يو شمېر زيانمن شوي کسان وايي، چې اسانتياوې کافي نه‌‌دي او روغتيايي ډلې نهشي کولى، چې بنسټیز خدمتونه وړاندې کړي.

 دا مهال د سړې هوا له کبله ډېر ماشومان پر موسمي ناروغیو اخته کېږي؛ خو په زلزله ځپلیو سیمو کې یو شمېر داکتران وايي، چې په دې سیمو کې کافي اسانتیاوې لري او ټول روغتیايي خدمات ورته وړاندې کېږي.

یوه اوونۍ کېږي، چې ابراهیم له روغتونه رخصت شوی؛ خو اوس هم دلته تر خیمې لاندې له درده کړیږي. ده د هرات په زلزله کې خپل درې وروڼه له لاسه ورکړي او پخپله هم سخت ټپي شوی او درملنه يې اوس هم بشپړه شوې نه‌ده.

د هرات د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکی ابراهیم وايي: یوه اوونۍ کېږي، چې مونږ له روغتونه وتلی یم. هغو راته وویل، چې ستاسو په خیمو کې به ستاسې درملنه کېږي او داکتر به تاسې ته هر هغه څه درکړي، چې اړتیا ورته لرئ.

د هرات د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکې مريم وايي: مونږ غواړو، چې ناروغ ته مو پاملرنه وشي؛ ځکه زمونږ د يوه ناروغ لاس او پښه کار نه‌کوي.

په ټولو زلزله ځپلیو سيمو کې طبي ډلې موجود دي؛ د دولتي رضاکارو ډلو تر څنګ نړيوالو ادارو هم خپل طبي همکاران زيانمنو سيمو ته رسولي دي.

داکتران وايي؛ ټول هغه ټپيان، چې په حوزوي روغتون کې بستر شوي وه؛ اوس دلته تر خیمو لاندې یې درملنه روانه ده.

د هرات د زنده جان ولسوالۍ په زلزله ځپلیو سيمو کې د يوې طبي ډلې مشر احمدجان رحيمي وايي: له هغه وخته، چې مونږ دلته راغلي يوو؛ ټول ټپيان په روغتون کې ول، خو اوس يې ټپيان له روغتونه رخصت کړي او په خپلو خیمو کې تر درملنې لاندې دي.

يو شمېر زيانمنې شوې کورنۍ وايي، چې په يادو سيمو کې کافي اسانتياوې او درمل نشته او اړ دي، چې خپل ناروغان مرکزي روغتونونو ته ولېږدوي.

د هرات د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکی فقیر احمد وايي: زما زوی دلته تر خیمې لاندې ناروغ دی؛ هیڅوک درمل نه‌ورکوي، یوازې یو پاکت ګولۍ ورکوي او دا کار هېڅ ګټه نه کوي. مجبوره یوو، چې  خپل زوی ښار ته د درملنې لپاره ولېږدوو.

اوس‌مهال د ښځو او نرينه‌وو د څانګو روغتيايي رضاکارې ډلې په زلزله ځپلیو سيمو کې خدمت کوي. ان ارواپوهان هم د رواني ناروغانو د مشورې او درملنې په برخه کې کار کوي.

مرضیه ابراهیمي، روغتیایي رضاکاره وايي: زه پخپله واکسین کوونکې یم؛ زه د واکسین په څانګه کې کار کوم او هغه واکسینونه، چې مونږ یې دلته تطبیقوو هغه واکسینونه دي، چې د ښار په کلینکونو کې هم پلي کیږي.

ارواپوه محمد الیاس خیرخواه وايي: مونږ خیمې له نږدې ګورو او خلکو ته بلنه ورکوو او هڅوو یې، چې راشي او په غونډو کې ګډون وکړي او د رواني مشورې له اصولو څخه کار واخلي.

د سړې هوا له رارسېدو سره د اغېزمنو کورنیو ترمنځ موسمي ناروغۍ زیاتې شوي؛ داکتران وايي، چې په دغو روغتیايي مرکزونو کې د ډېرو ناروغانو درملنه کېږي.

Trending

Exit mobile version