تازه خبرونه
د هرات په کهسان ولسوالۍ کې چاودنې مرګ و ژوبله رامنځته کړې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ د قدس آباد د اړوند سیمې په یوه کور کې چاودنې ۵ ملشومان وژلي او درې نور ټپیان دي.
امنیتي چارواکو ویلي، چې دغه ټول ماشومان د یو قومي مشر د کورنۍ غړي دي.
د هرات والي ویاند فرهاد جیلاني وایي، پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې ماشومان پر خپلمنځیو لوبو اخته ول.
د نوموړي په وینا؛ د پېښې د لامل په اړه څېړنې پیل شوې دي.