تازه خبرونه

د هرات ښاروال د اداري فساد پر تور ونیول شو

Published

on

د هرات ښاروال غلام حضرت مشفق له خپلو اووه همکارانو سره د پولیسو لخوا د فساد او بډو په تور نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین دغه خبر تائید کړې؛ خو جزئیات یې په ډاګه کړي ندي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هرات ځایي ادارې یوې سرچینې، چې ونه غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي: دا کسان نن د هرات د والي سید وحید قتالي په همکارۍ د کورنیو چارو وزارت د جرایمو پرضد د مبارزې کارمندانو هغه مهال ونیول، چې غوښتل یې ۷۵ زره دالر بډې تر لاسه کړي، چې ونیول شول او کابل ته لیږدول شوي دي.

Trending

Exit mobile version