تازه خبرونه

د هرات ښار په ګازرګاه جومات کې چاودنه په پراخه کچه وغندل شوه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د لویدیځ هرات ولایت په ګازرګاه جومات کې د جمعې د ورځې خونړۍ چاودنه اشخاصو، حکومتونو او نړیوالو بنسټونو لخوا په پراخه کچه غندل شوې ده.

د هرات ښار په یاد لوی جومات کې د جمعې د لمانځه د ادا کولو پر مهال د دې جومات د خطیب نومیالي مولوي مجیب الرحمن انصاري په ګډون لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) د هرات په ګذرګاه جومات کې د جمعې د ورځې چاودنه غندلې او غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې دې پر عبادت‌ځایونو بریدونه ودرول شي.

د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) هم دغه چاودنه په کلکه غندلې او څرګندوي؛ دا راز چاودنې د جدي اندیښنې وړ دي؛ ځکه، چې د افغانانو امنیت او ټولنیزه سوله زیانمنوي.

امریکا، پاکستان او ایران هم دغه برید غندلی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست تویت کړی، چې د هرات د ګذرګاه جومات په چاودنه کې د ګڼو قربانیانو له کورنیو سره، چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی او یا ټپیان دي؛ د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوم. مونږ د تروريزم دغه ناوړه عمل غندو او عاملین باید عدالت ته راکښل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، پاکستان ترهګري په هر شکل او بڼه غندي. د پاکستان خلک د غم په دې وخت کې له خپلو افغان وروڼو او خویندو سره ولاړ دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تهران به د افراطیت، تاوتریخوالي او ترهګرۍ له ناوړه پدیدې سره په مبارزه کې د افغانستان او د دې مظلومو خلکو ترڅنګ ولاړ وي.

د افغانستان اسلامي امارت د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر هم دغه برید غندلی او ژمنه یې کړې، چې عاملین به یې د دې ناوړه عمل پر سزا ورسوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دا برید بزدلانه او لوی جنایت بولي او ټینګار یې کړی، چې اسلامي امارت به د دې پېښې عاملینو ته سزا ورکړي.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نده اخیستې.

Trending

Exit mobile version