تازه خبرونه

د هرات – کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له کبله د یوې کورنۍ ۷ غړي مړه شول

د هرات امبولانس ادارې ويلي، د پېښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته دي.

Published

on

د کندهار ولایتي چارواکي تائیدوي، چې د هرات – کندهار پر لویه لار د یکشنبې پر ورځ په یوه ترافيکي پېښه کې د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي دي.

د کندهار ولایت د حوزوي روغتون مسوولانو ويلي؛ دا پېښه د هرات – کندهار پر لویه لار د هرات د ادرسکن ولسوالۍ په اړوند سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو سویفټ ډوله موټر له یوه مازدا موټر سره ټکر وکړ.

د هرات امبولانس ادارې ويلي، د پېښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته دي.

د هرات امبولانس روغتون مسوول عبدالظاهر نورزی وايي، د پېښې په قربانیانو کې دوه ماشومان، درې ښځې او دوه نرینه شته، چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

 ویل کیږي، چې دغه کورنۍ د هرات د شينډنډ ولسوالۍ اوسېدونکې وه او د پېښې ټول قربانيان همدې ولسوالۍ ته لېږدول شوي دي.

Trending

Exit mobile version