سیمه ییز خبرونه

د هر رژیم د بیګناه خلکو د وژنو عاملین باید محاکمه شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ولسي جرګه په هېواد كې د ټولو ملكي خلكو د وژنو د عاملينو د محاكمې او عدالت د پلي كېدو غوښتونكې شوه.

د ولسي جرګې غړو په تېرو رژيمونو كې ډله ييزه وژنې وغندلې او له دولت څخه يې وغوښتل، چې د هرې دورې د خلكو د قربانيو عاملين بايد محاكمه شي ترڅو په راتلونكې كې د دا ډول پېښو مخه ونيول شي.

له هغه وروسته، چې نيژدې لس ورځې وړاندې د هالند حكومت د هغو ۵ زره افغانانو نوملړ خپور كړ، چې د تېر كمونيسي رژيم د استخباراتو له خوا وژل شوي وو.

ولسشمر حامد كرزي لارښوونه وكړه، چې د روانې مياشتې په اتمه دې په ټول هېواد كې د دغه قربانيانو د فاتحې او دعا مراسم ترسره د تلې په اتمه او نهمه به د افغانستان بېرغ د وير په دود  په هېواد كې د ننه او بهر نيم  ځوړند وي.

ولسي جرګه یو شمېر غړي وايي، د دې لپاره، چې په راتلونكې كې د دا ډول پېښو مخه ونيول شي ، نو عاملين يې بايد د محاكمې ميز ته راكش كړل شي.

ولسي جرګې دغه راز په هېواد كې د نا امنيو په دوام اندېښنه ښيي او وايي، مخكې له دې، چې نا امنې پراخې شي امنيتي ارګانونه يې بايد مخه ونيسي.

ولسي جرګې پرېكړه وكړه، چي په هېواد كي د امنيتي ستونزو په اړه به د امنيتي ارګانونو مسئولين استجواب كړي.

Trending

Exit mobile version