تازه خبرونه

د هزارګانو نړیوالې شورا په بروکسل کې خپل پلویان لاریون ته وهڅول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هزارګانو نړیوالې شورا له خپلو پلویانوغوښتي،چې د اکتوبر په ۴او ۵مه په بروکسل کې د افغانستان په اړه د نړیوال کنفرانس پرمهال د افغانستان د حکومت پر ضد په لاریون کې ګډون وکړي.

 د هزاره ګانو د نړیوالې شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،چې زرګونه هزاره فعالان به د دې مهمې غونډې د جوړیدا د ځای مخته غونډه وکړي او له ۷۰هېوادونو او ۳۰نړیوالو موسسو څخه به، چې په دې کنفرانس کې ګډون کوي؛د شفافیت، د وسلوالو طالبانو پرضد د جګړې، د تبعیض د پای ته رسیدو او ټولو قومونو په تېره بیا هزارګانو ته د برابرو پرمختیايي پروژو د برابرولوغوښتنه وکړي.

د هزارګانو نړیوالې شورا او په اروپا کې د دوی استازیو له خپلو پلویانو غوښتي،چې لوی لاریون جوړ کړي، چېد دوی په وینا په دولتي ادارو کې د هزارګانو پر ضد د منظم یا سیستماتیک تبعیض پر ضد خپل غږ  پورته کړي.

دوی دغه راز هیله څرګنده کړې؛په بروکسل کې به زرګونه هزاره توکمه افغانان په لاریون کې ګډون وکړي او نړیواله ټولنه به اړ باسي،چې له افغانستان سره خپلې مرستې هزارګانو ته له پاملرنې سره مشروطې کړي.

Trending

Exit mobile version