لوبی

د هسپانیا په باسکټبال لوبډله کې افغان میرمنه ولوبېده

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۱, ۱۴۰۰)

د رویټرز د راپور له مخې؛ د افغان میرمنو د ویلچیر باسکیټبال لوبډلې لوبدلمشرې نیلوفر بیات پرون (شنبه د تلې ۱۰) د خپلې نوې هسپانوي لوبډلې لپاره خپله لومړۍ لوبه پیل کړه.

نیلوفر بیات د اسلامي امارت ځواکونو لخوا د کابل له نیولو وروسته د هسپانیا بیلبایو ښار ته کډواله شوه او د بایډایډک بیلبایو له کلب سره یې د لوبېدو تړون لاسلیک کړ.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ ۲۸ کلنې نیلوفر بیات او ۲۷ کلن میړه رامش ته یې زمینه برابره شوه، چې په شمالي بیلبایو کې د بایډایدیک بیلبایو باسکیټبال لوبډلې لپاره لوبه وکړي.

نیلوفر ویلي: ما هیڅکله دومره مهربانۍ او دومره درناوی نه و لیدلی؛ نو ما احساس وکړ، چې دا زما دوه یم کور کیدی شي. زه دلته ډېره خوشحاله کیدی شم.

دا لومړی ځل دی، چې میرمن بیات په یوه ګډه لوبډله کې لوبیږي.

نیلوفر بیات وایي؛ دا زما لپاره ډېره نوې ده؛ په افغانستان کې داسې نه ول، لوبډلې سره بېلې دي او مونږ یوځای نه لوبیږو. دا خورا ښه و.

د راپورونو له مخې، په هسپانیه کې د شنبې په لوبه کې نیلوفر بیات خلکو ښه ونازوله او د دوی له تاوده هرکلي سره مخ شوه.

Trending

Exit mobile version