سیمه ییز خبرونه
د هغو بهرنيانو مخنيوى نه كيږي، چې ويزه او قانوني اسناد نه لري
مشرانو جرگه وايي، چې:
په سلگونه بهرني ملكي وگړي له ويزې پرته افغانستان ته د ننه كيږي او د افغانستان قوانين نه مراعاتوي.
دغه راز دوى څرگندوي، چې نړيوال ځواكونه د خپلو اكمالاتو لپاره د بهرنيو هېوادونو ترانسپورتي الوتكې كاروي، چې له كبله يې د افغانستان اقتصاد ته زيان اوړي.
مشرانو جرگي د يكشنبې(د وږي په ۱۳) ورځ په عمومي غونډه كې وويل، چې:
بهرني وگړي بايد د افغا نستان قو انين مراعات كړي او له دې وروسته دې هغو بهرنيانو ته اجازه ورنكړشي، چې د افغانستان له ويزې پرته هېواد ته داخل شي.
د مشرانو جرگې د معلوماتو له مخې:
همدا اوس اووه لس سوه بهرنيان له ويزې پرته په افغانستان كې فعاليت كوي او د افغانستان قوانين تر پښو لاندې كوي.
د مشرانو جرگې غړي وايي، چې:
دوى نه پوهيږي، چې دا كسان په جاسوسۍ بوخت دي او كه نور پټ كارونه هم كوي.
زلمي زابلي د مشرانو جرگې غړى وايي:
مشرانو جرگې په دې اړه د بهرنيو چارو وزارت مسوول وباله او نيوكه يې پرې وكړه، چې د ولسمشر حامد كرزي فرمان يې بابيزه گڼلى دى.
د مشرانو چرگې لو مړى مر ستيال محمد علم ايزد ياروايي، چې:
د بهرنيو هېوادونو الوتكې پرته له دې، چې افغان دولت ته ماليه وركړي له دوبۍ څخه بگرام هوايي ډكر ته اكمالات كوي، چې له كبله يې د افغانستان اقتصاد ته زيان اوښتى دى.
د آريانا راډيو- ټلويزيون خبرياله سوما څرگنده كړې، چې:
د دغه وزارت د نظر په تر لاسه كولو بريالي نه شو.مو غو ښتل په دې اړه د بهر نيو چار وزرات نظر واخلو، خو له ډېرو هڅو سره – سره د