سیمه ییز خبرونه

د هغو وكيلانو نومونه دې افشا شي، چې له وزيرانو يې باج اخيستى دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

له استيضاح شويو وزيرانو څخه د ولسي جرګې د ځينو غړو د تړونونو اخيستو د دغې جرګې د نورو غړو غوسه را پارولې ده. د ولسي جرګې يو شمېر غړي د جرګې په يو شمېر  نورو غړو تور لګوي، چې په  تېرو دوو اوونيو كې يې له استيضاح شويو وزيرانو څخه د ميليونونو ډالرو په ارزښت تړونونه اخيستي دي.

كه څه هم له پنځوس سلنې څخه د  لږې پرمختيايي بودجې پرسر د حكومت او ولسي جرګې ترمنځ لانجه پاى ته ورسېده، خو د ولسي جرګې يو شمېر غړي د دغه جرګې په يو شمېر نورو غړو تورلګوي، چې له استيضاح شوي وزيرانو يې د ميليونو ډالرو په ارزښت تړونونه اخيستي دي.

دوى د ولسي جرګې له اداري پلاوي غواړي، چې د راتلونكې اوونۍ د شنبې ورځې غونډه د دې ستونزې حل ته ځانګړې كړي، چې د هغو وكيلانو نومونه افشا شي، چې له وزيرانو يې باج اخيستى دى.

يادوي، چې ولسي جرګې له هغه وروسته د كابينې د يوولسو وزيرانو دا استيضاح پرېكړه وكړه، چې څركنده شوه له پنځوس سلنې لږ پرمختيايي بودجه يې لګولې ده، خو له راى وركولو وروسته له يوه وزير څخه هم د باور رايه وانه خيستل شوه.

Trending

Exit mobile version