تازه خبرونه
د هغو پوستو د انسجام چارې پیل شوي، چې ارزښت نلري- خوشال سادات
د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال خوشال سادات وایي؛ د هغو سیمو د امنیت ساتنې لپاره د ملي پوځ له سیمه ییزو ځواکونو سره د پولیسو سیمه ییز ځواکونهو ګمارل شوي، چې له طالبانو پاکې شوې دي.
نوموړی وایي: پرېکړه وشوه، چې له پوځي ارزښته بې برخې لیرې پرتې پوستې له سترو مرکزونو سره یوځای شي او دا بهیر؛ ځکه روان ساتل شوی، چې پوستې پر سترو مرکزونو واوړي.
د سولې هڅو او جګړې په لړ کې امنیتي چارواکي او د ناتو د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان د فاریاب په ګډون د افغانستان بېلابېلو سیمو ته سفرونه ترسره کوي او د جګړې د ډګرونو امنیتي حالات ارزوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملي اردو د طالبانو د پرمختګونو د مخنیوي لپاره د طالبانو پر سنګرونو هوایي او ځمکني بریدونه ډېر کړي او تر څنګ یې د ځواکونو د تلفاتو د کمولو لپاره په سترو پوځي اډو کې د لیرې پرتو پوستو د ادغامولو لړۍ پیل کړې ده.
حکومت د جګړې په دې موسم کې له طالبانو درې ولسوالۍ بېرته ونیولې خو د نیول شویو سیمو د ساتنې لپاره د پوځ سیمه ییز ځواکونه د پولیسو له سیمه ییزو ځواکونو سره ګمارل شوي دي څو وسلوالو مخالفینو ته لوی ګوزار ورکړي.
د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال یاسین ضیا ویلي، چې د پاکو شویو سیمو د ساتنې لپاره پروګرامونه جوړوو او بیا د دښمن د لټې لپاره هڅې کوو.
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس عبدالمتین بیک ویلي؛ نامسوول وسلوال په ملي اردو کې جذب شوي؛ د ملي اردو د سیمه ییزو ځواکونو فعالیت اوس په غزني او فاریاب کې پیل شوی دی.
د سولې خبرو په پنځ(اوج) کې افغان دولت او طالبانو پوځي تحرکات پراخ کړي دي؛ حکومت ویلي، د طالبانو جنګي ماشین یې کمزوری کړی، خو طالبان هم دولت ته د درانه زیان اوښتو خبره کوي.