تازه خبرونه
د هلمند امنيه قومندانۍ امنيت آمر په چاودنه کې ټپي شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د هلمند امنيه قومندانۍ امنيت آمر غلام جيلاني خروټی نن په مارجه ولسوالې كې له يوي چاودنې ټپي شو.
د هلمند امنيه قومندان جنرال آقا نور كينتوز وايي، په غلام جيلاني خروټي نن يوولس بجې د ماين چاودنه شوې، چې يو ساتونكى يې وژل شوى؛ دى او يو بل ساتونكى يې ټپيان دي.
په هلمند كې د عاجل روغتون يوې سرچينې هم منلې، چې د امنيت آمر پښه پرې شوې او روغتیایي حالت یې هم د اندېښنې وړ دی.
له تېرو څو ورځو راهيسې طالبانو په هلمند کې خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړی دی.
ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي او د ولايتي شورا وکيلان وايي، چې د دغه ولايت امنيتي حالات ترينګلي دي او که مرکزي حکومت د لښکرګاه امنيت ته جدي پاملرنه ونه کړي، دغه ولايت به د طالبانو له لوري سقوط وکړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.