تازه خبرونه
د هلمند امنیتي حالت مخ په ښه کيدو دی- دفاع وزارت
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د افغانستان له ارګه د خپرې شوې اعلامیې پر بنسټ دفاع وزارت د امنیت شورا د سې شنبې په غونډه کې ویلي، چې د هلمند امنیتي حالت د ښه کیدو بر لوري روان دی او د هلمند د شمال په ترسره شویو عملیاتو کې مخالفینوماته خوړلې او درانده ځاني زیانونه وررسیدلي دي.
په دې اعلامیه کې راغلي، چې:
د افغانستان امنیت شورا په هلمند کې د مخالفینو له لوري د عامه وژنې غندنه شوې او هغه يې نه بښونکی جنایت ګڼلی دی.
د يو شمېر څرګندونو له مخې د هلمند ولایت په لس ورځنیو نښتو کې ۲۱ تنه وژل شوي او ۳۰۷ نور ټپیان دي.