تازه خبرونه

د هلمند خانشين ولسوالي طالبانو بیا ونیوله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

چارواکي که څه هم د هغې ولسوالۍ سقوط نه مني؛ خو ځينې امنيتي سرچينې او ترڅنګ يې د هلمند ولايتي شورا وايي، چې نوموړې ولسوالي د شنبې په ورځ ترسختې جګړې وروسته يو ځل بيا د وسلوالو طالبانو ولکې ته لويدلې ده.

د هلمند د ولایتي شورا مرستیال عبدالمجيد اخندزاده وایي، په دې جګړه د خانشين امنيه قوماندان او د ملي امنيت مديرټپيان شوي او ځينې سرتېري هم وژل شوي، چې کره شمېریې معلوم نه دی.

د ولايتي شورا د امنيتي کميتې مسوولبشيراحمد شاکر وایي، دا ولسوالي او د ګرمسيرځينې سيمې د چارواکو د بې تفاوتۍ له کبله يو ځل بيا طالبانو ونيولې؛ ځکه، چې له بريد وړاندې دوی ته د وسلوالو طالبانو د چمتوالي او راټوليدو په اړه پوره معلومات ورکړ شوي وه.

د هلمند والي وياند عمر ځواک د هغې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې تکتيکي شاتګ مني او د درندې جګړې پخلی هم کوي؛ خو وايي،خانشين ولسوالۍ سقوط نه دی کړی او په جګړه کې ۲۰ وسلوال طالبان، يو سرتېری وژل شوي او۱۵ طالبان او پېنځه سرتېري ټپيان دي.

ښاغلی ځواک په ډاګه کوي؛ سيمې ته د هوايي ځواک تر څنګ ځمکني ځواکونه هم رسيدلي او جګړه روانه ده، چې ځينې نيول شوې سيمې بېرته له طالبانوڅخه پاکې كړي.

هغه په دې برخه کې تفاوتي او بې پروايي نه مني.

وسلوال طالبان هم وايي، چې خانشين ولسوالي يې نيولې او ګڼ دولتي سرتېري وژل شوي دي.

دا ولسوالي د لښکرګاه په لويديځ  کې له پاکستان سره په ګډه پوله پرته ده.

خبریال: نعمت الله زهير

Trending

Exit mobile version