تازه خبرونه

د هلمند د سنګین امنیه قومندان له خپلو ۱۰ پولیسو سره وژل شوی – سرچینه

Published

on

(Last Updated On: وری ۷, ۱۴۰۰)

د هلمند پولیسو نن (شنبه د وري ۷) ومنله، چې د وسلوالو طالبانو په یوه برید کې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ امنیه قومندان له خپلو لس پولیسو سره وژل شوی دی.

د هلمند پولیسو منلې، چې په سنګین کې د نښتو پر مهال د دې ولسوالۍ امنیه قومندان وژل شوی؛ خو په دې اړه پوره جزئیات نه په ډاګه کوي.

امنیتي سرچینو آریانا نیوز ته ویلي؛ تېره شپه د سنګین ولسوالۍ د نهر سراج په اړوند سیمه کې د وسلوالو طالبانو له نفوذي برید ددې ولسوالۍ د امنیه قومندان عبدالمحمد سروري په ګډون لس پولیس وژل شوي دي.

اد چارواکو د څرګندونو له مخې، د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ له سقوط وروسته د ولسوالۍ امنیه قومندانۍ تشکیل د نهر سراج سیمې ته ولېږدول شو.

تر دې دمه هیچا د برید پړه نده منلې.

Trending

Exit mobile version