تازه خبرونه
د هلمند د سنګین ولسوالۍ په ګډو عملیاتو کې د دوه کورنیو۲۲غړي وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د هلمند ولایت عملیاتي چارواکي وایي، چې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د تېرې جمعې په ګډو عملیاتو کې د امریکایي ځواکونو پر هوایي برید د دوه کورنیو۲۲ غړي وژل شوي دي.
په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو عملیاتي مسوول د دغې څرګندونې تر څنګ څرګنده کړې، چې په دې عملیاتو کې د یوې کورنۍ ۱۳ کسه او د بلې هغې ۹ وژل شوي دي.
د افغان ځواکونوعملیاتي مسوول عبدالجبار قهرمان زیاتوي؛ په دې ولسوالۍ کې طالبانو د خلکو په کورونو کې سنګر نیولی و، چې د ګډو ځواکونو له عملیاتو وروسته دغه پېښه رامنځته شوې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي سازمان څانګې هم په ډاګه کړې، چې د لومړنیو څېړنو له مخې؛ دغه عملیات پر ملکي وګړیو تر سره شوي، چې په کې ۱۸ عام وګړي وژل شوي دي.
د افغانستان ملي وحدت حکومت ویلي، چې په دې اړه څېړنې روانې دي.