سیمه ییز خبرونه

د هلمند د مارجې ولسوالۍ اوسيدونكي د پوليسوله ناوړه چلند سره مخ دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هلمند د مارجې ولسوالۍ اوسيدونكي ، چې د دوشنبې په ورځ(د مرغومي۲) په داسې حال كې، چې پر ټپونو يې پټۍ لگولې وې د احتجاج په توگه د ولايت ودانۍ مخې ته راټول شوي ول او ادعا كوي، چې د شنبې په ورځ(د ليندۍ ۳۰) د مارجې ولسوالۍ په تريخ ناورسيمه كې د دوى كورته پوليس ورغلي اوبې له دې، چې د دوى جرم  ور په گوته شي د دوى په وهلو او ټكولو يې لاس پورې كړ.

د فتح خان نومي د كورنۍ غړي وايي، حتا خپلې ځمكې او كښتونه مو د دوى له لاسه نه دي اوبه كړي.

دوى وايي، چې نه يوازې يې ترې گرځند تيليفونونه وړي، بلكې د تېرو څو كلونو راپديخوا يې په بل كوركې امنيتي پوسته ځاى په ځاى شوې او له ډېروهڅو سره سره بيا هم د دوى له كورڅخه نه دي وتلي.

بل لورته د مارجې ولسوال داكتراحمد شفيع سوله مل د دې كسانو وهل او ټكول نه ردوي او وايي، چې اوس هم په ياده شوې سيمه كې چاڼيزعمليات روان دي او دوى په دې اړه څېړنې پيل كړې دي.

د ده په وينا، له څېړنو وروسته به هغه كسان، چې په دې ناوړه عمل كې ښكېل وپېژندل شي په بشپړه توگه به ورباندې قانوني سزا عملي كړى شي.

د يادونې وړده، چې د مارجې اوسيدونكي له سيمه ييزو پوليسو هم سرټكوي او غوښتنه كوي، چې دولت بايد د دې ستونزو په مخنيوي كې كوټلي گامونه پورته كړي.

Trending

Exit mobile version